IQNA

صهيونی وزير د نيولو له ويرې د لندن دوره منسوخه كړه

8:30 - November 05, 2010
د خبر لمبر: 2025648
نړيواله ډله: د اسراييلو د اطلاعاتو او ایټمی ټيكنالوجې وزير "ډان مریډور" د برطانيه د محكمې لخوا د ‏نيولو له ويرې د لندن سركاری دوره پریښله او منسوخه یې كړه. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ‏yenicaggazetesi‏ یې نقلوی ‏چې د اسراييل د لومړی وزير سلاكار او اطلاعاتو او ایټمی ټيكنالوجې وزير "ډان مریډور" د برطانيه ‏سركاری دوره په دې وجې منسوخه كړه چې د برطاينه د محكمې لخوا د نيولو حكم د صادريدا تمه ؤ. ‏
‏"ډان مریډور" په دې تورن دی چې دې سړی په هغه كاروان چې غزې لپاره یې انسانی مرستې لیږلې د ‏حملې حكم كړی ؤ.‏
يادونه كوو چې د "ډان مریډور" د اسراييلو په هغو اووو كسانو كې حسابیږی چې هغوی د هيواد مهمی ‏فيصلې كوی په همدې وجې د اسراييل د خارجه وزارت د برطانيه د سركاری دورې مخكښې ډان ته ‏خبردارۍ وركړی وه چې د برطانيه د دورې په وخت كې شك شته چې د محكمې لخوا و نيولو حكم ‏صادر شی. ‏
له دې مخكښې د د اسراييل پخوانې خارجه وزير هم د نيولو له ويرې د يورپ دوره منسوخه كړی وه. ‏
‏688156‏
captcha