IQNA

په تركیې كښې د اسلامی اثارو نندارتون شورو شو

20:58 - November 05, 2010
د خبر لمبر: 2025861
نړيواله ډله: "د اقاخان د ميوزيم ټاكلی شوی اسلامی اثار" نندارتون د لړم د مياشتې په 14 نیټه په تركيه كښې په «سابانجی»(Sabancı) ميوزيم كښې شورو شو.
ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له «hurriyet» ورځپاڼې چې له تركیې چاپ كیږی یې نقلوی، دا نندارتون د اقاخان د انجمن په مرسته په دې غرض چې په 1400 كلونو كښې د اسلام غنی او لوړ كلتور ورسره خلكو ته وښايی او د سلواغی د مياشتې تر 12 نیټې به دوام ولری.
دا اثار له لرګی، كاڼی، زرو، عاج، شيشې، كودړكی، كاغذ او كپړې جوړ شوی دی او پكښې په اسلامی نړۍ كښې د اسلامی هنر او د هغې د جوړولو طريقې څرګندې دی.
په دغه اثارو كښې هغه قرانی نسخې هم موجودی دی چې په لاسو ليكل شوې او يو خاص لطافت او ظرافت لری چې د نړۍ يو ډېر لوړ هنری ميراث ګڼل كیږی.
688993
captcha