د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ښاغلی حجۃ الاسلام و المسلمين محسن قرائتی تيره ورځ د البرز د ولايت د شهيدانو په ياد كې تر سره شوی مراسمو ته په خطإب كې وويل چې په قران پاك كې داسې لوړ رتبه او ژور مفهومونه پټ دی چې د هغو تعليم وركول ډير ضروری دی او ددې كار د تر سره كولو لپاره ضروری دی چې په جوماتونو كې هره شپه بايد د قرانپاك د تفسير محفلونه تر سره كړی شی.
هغه زياته كړه چې قرانپاك مونږيوازې د مړيو مجلسونو او فاتحو پورې راټول كړی دی او په دا طريقه د قران پاك تلاوت كول نه واجب دی او نه سنت بلكې بايد په دې ايتونو كې فكر او تدبر وشی.
689260