IQNA

په اسلام كې د شخصيت معيار تقوی دی

19:49 - November 06, 2010
د خبر لمبر: 2026517
سياسی او ټولنيزه ډله: د خوزستان ولايت د د لمونځ ترسره كوونكو ادارې مشر ويلی دی چې كا د انسان ‏زړه تور وی نو د قران پاك نور په هغه زړه كې نه داخلیږی او د زړه توروالې ليرې كولو لپاره انسان ‏بايد خپل ځان پرهيزګار جوړ كړی
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د خوزستان ولايت د د لمونځ ترسره كوونكو ‏ادارې مشر ښاغلی سيد موسی بلاديان د ايكنا خبريال سره په ځانګړنی مركې كې وويل چې په اسلام كې ‏د هر سړی د شخصيت او احترام معيار د هغه تقوی دی. ‏
د قران پاك نور په تورو زړونو كې نه ننوځی همدې لامله قران پاك په تقوی باندې ډير ټينګار كړی ‏دی. ‏
هغه زياته كړه چې د تقوی مختلف قسمونه دی مالی تقوی، سياسی تقوی، جنسی تقوی او .... پرهيزګار ‏او متقی انسان حق او باطل ښه پيژندې شی، همدارنګ هدايت او كږلاره مشخص كولی شی او همدارنګ ‏په نيكی او بدی كې فرق او توپيز كولی شی حلال او حرام بيل كولی شی پس لنډه دا چې تقوی د انسان ‏په سختيو او خوشاليو كې لارښونه او هدايت كوی.‏
‏678511‏
captcha