د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی شورا مشر ښاغلی ډاكټر علی لاريجانی چې نن له ايرنا خبری اژانس سره په مركه كښې د ايران داسلامی جمهوريت او د پينځه جمع يوې ډلې د خبرو اترو بهير ته په اشارې سره وويل له پينځه جمع يوې ډلې سره د خبرې اترو په ايجنډې كښې د سونګو د تبادلې چورليز نشته او دغه موضوع له ويانا ډلې سره مطرح ده.
د ايران د اسلامی شورا مشر وويل له ايران اسلامی جمهوريت سره د پينځه جمع يوې ډلې د خبرو اترو له سره پيليدل د محتوا د نورو ضرورتونو لخوا د ځای او وخت په شان نورو اړتياو ته ضرورت لری.
هغه دې ته په اشارې سره چې پينځه جمع يوې ډلې او د ايران اسلامی جمهوريت د نومبر د مياشتې له لسمې نیټې څخه د خبرو اترو د پيلولو لپاره چمتووالی اعلان كړی دی يادونه وكړه د وخت او ځای لپاره بيلابيلې لارې مطرح شوی چې يوه ترې انتخابيدلای شی
د ايران د اسلامی شورا مشر علی لاريجانی وويل د خبر واتر و لپاره مهم ټكی محتوا، توافق او تفاهم او د دغه غونډې ايجنډه وبلله او د ايران د اسلامی جمهوريت مطرح شويو پوښتنو ته په اشارې سره یې وويل هغوې بايد د صهيونيسټ رژيم د اټومی وسلو په باره كښې خپل نظر اعلان كړی او كه چيرې خپل نظر بيان نكړی د دنيا عمومی افكار به ځواب ترلاسه نكړی.
دايران د اسلامی جمهوريت د ملی امنيت د لوړې شورا سيتكر سعيد جليلی هم په تيرې جولاۍ مياشت كښې د اروپای اتحادیې د خارجی سياست مسولې ميرمن كاترين اشتاين ته په يوه ليك كښې په دريو اساسی پوښتنو مطرح كولو سره مطرح شويو پوښتنو ته د مقابل لوری ځواب وركول ضروری بللی وو.
د خبرو اترو د هدف ټاكل، له هر ډول ګواښ او دباو څخه ډډه كول چې د خبرو اترو له منطق سره په تعارض كښې دی او دغه راز د صهيونيسټ رژيم د اټومی وسلو په باره كښې د مركچی لورو په ډاګه نظر بيانول د ايران د ملی امنيت د لوړې شورا د سيكتر د پوښتنو چورليز جوړوی.
690140