IQNA

علی لاريجانی: يورپی پلاوې بايد د اسراييلو د اټومی وسلو په هكله خپل نظر بيان كړی

19:44 - November 07, 2010
د خبر لمبر: 2027326
سياسې او ټولينزه ډله: د ايران د اسلامی شورا مشر ښاغلی ډاكټر علی لاريجانی وويل له پينځه جمع يوې ډلې سره د ايران خبرې ‏بشپړه او دوړانديزی پيكيج په چورليز سره دی.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی شورا مشر ښاغلی ډاكټر علی لاريجانی چې نن له ايرنا ‏خبری اژانس سره په مركه كښې د ايران داسلامی جمهوريت او د پينځه جمع يوې ډلې د خبرو اترو بهير ته په اشارې سره وويل له ‏پينځه جمع يوې ډلې سره د خبرې اترو په ايجنډې كښې د سونګو د تبادلې چورليز نشته او دغه موضوع له ويانا ډلې سره مطرح ده.‏
د ايران د اسلامی شورا مشر وويل له ايران اسلامی جمهوريت سره د پينځه جمع يوې ډلې د خبرو اترو له سره پيليدل د محتوا د ‏نورو ضرورتونو لخوا د ځای او وخت په شان نورو اړتياو ته ضرورت لری.‏
هغه دې ته په اشارې سره چې پينځه جمع يوې ډلې او د ايران اسلامی جمهوريت د نومبر د مياشتې له لسمې نیټې څخه د خبرو اترو ‏د پيلولو لپاره چمتووالی اعلان كړی دی يادونه وكړه د وخت او ځای لپاره بيلابيلې لارې مطرح شوی چې يوه ترې انتخابيدلای شی
د ايران د اسلامی شورا مشر علی لاريجانی وويل د خبر واتر و لپاره مهم ټكی محتوا، توافق او تفاهم او د دغه غونډې ايجنډه وبلله او ‏د ايران د اسلامی جمهوريت مطرح شويو پوښتنو ته په اشارې سره یې وويل هغوې بايد د صهيونيسټ رژيم د اټومی وسلو په باره ‏كښې خپل نظر اعلان كړی او كه چيرې خپل نظر بيان نكړی د دنيا عمومی افكار به ځواب ترلاسه نكړی.‏
دايران د اسلامی جمهوريت د ملی امنيت د لوړې شورا سيتكر سعيد جليلی هم په تيرې جولاۍ مياشت كښې د اروپای اتحادیې د ‏خارجی سياست مسولې ميرمن كاترين اشتاين ته په يوه ليك كښې په دريو اساسی پوښتنو مطرح كولو سره مطرح شويو پوښتنو ته د ‏مقابل لوری ځواب وركول ضروری بللی وو.‏
د خبرو اترو د هدف ټاكل، له هر ډول ګواښ او دباو څخه ډډه كول چې د خبرو اترو له منطق سره په تعارض كښې دی او دغه راز د ‏صهيونيسټ رژيم د اټومی وسلو په باره كښې د مركچی لورو په ډاګه نظر بيانول د ايران د ملی امنيت د لوړې شورا د سيكتر د ‏پوښتنو چورليز جوړوی.‏
‏690140‏
captcha