سياسی او ټولنيزه ډله: د آيتالله العظمی مرعشی نجفی كتابتون مشر ښاغلی حجۃ الاسلام سيد محمود نجفی مرعشی ويلی دی چې د قم ښار د آيتالله العظمی مرعشی نجفی كتابتون د اسلامی نړۍ دريم لوی كتابتون دی
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د آيتالله العظمی مرعشی نجفی كتابتون مشر ښاغلی حجۃ الاسلام سيد محمود نجفی مرعشی نن د ايران د هلال احمر د وستاويزاتو څانګې مشر ښاغلی طاهری جبلی سره په كتنې كې وويل چې دا كتابتون د ايران په نسبت په نورو هيودونو كې زيات مشهور دی او دا يوه لويه پانګه ده.
هغه وويل چې د كتابونو د شمير په مطابق دا كتابتون د ايران له ټولوستره او د اسلامی نړۍ دريم كتابتون دی
حجۃ الاسلام و المسلمين سيد محمود د آيت اللہ مرعشی نجفی د وصيت طرف ته په اشارې كولو سره وويل چې هغه دا كتابتون خلكو لپاره جوړه كړی وه او دا كتابتون د راتلونكو نسلونو لپاره يوه غټه تحفه او ډالۍ ده.
690456