IQNA

ايت الله خامنه ای: د ايران وسله وال ځواكونه، د پام وړ پرمختګ ته رسيدلی دی‏

22:00 - November 10, 2010
د خبر لمبر: 2029754
‏ سياسی او ټولنيزه ډله: د اسلامی ا نقلاب ستر مشر حضرت آيت الله العظمی خامنه ای په اسلامی نظام ‏كې د اقتدار بيلګه، د ايمان په خدای د اعتماد، او په وچتو لارو كې د مخلصانه هڅو په اساس وبلله.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ستر لارښود دفتر ويب پاڼې یې ‏نقلويی چې حضرت آيت الله العظمی خامنه ای نن د ايران د پوځ د افسری پوهنتون د محصلينو د تحليف ‏او زدكړې په څلورمو ګډو مراسمو كې ټينګار وكړ، د ايران د پوځ په شمول وسله وال ځواكونه، په ‏ايمان په تكیې سره، د پوځی تجهيزاتو په توليد كې د پام وړ پرمختګ ته رسيدلی دی.‏
حضرت آيت الله العظمی خامنه ای په دې په ټينګار سره چې مادی قدرتونه چې د هغوی د اقتدار بيلګه ‏يواځې پوځی تجهيزات او مادی محاسبې دی، د اسلامی اقتدار په بيلګې سره د يوه ملت د ماتولو توان ‏نلری، وويل په مادی قدرت د معنوی قدرت د بريا عينی بيلګه، د اسلامی انقلاب برياليتوب و چې د ايران ‏ملت په خالی لاسونو خو په ايمان په تكیې سره، د باچاه په تاغوتی رژيم بريالی شو.‏
د اسلامی ا نقلاب ستر مشر حضرت آيت الله العظمی خامنه ای زياته كړه، د ايران ملت ، په سپیڅلې ‏دفاع پړاو كې هم له هر اړخيزو بنديزونو سره سره، په ايمان په تكیې او د ځوانانو او وسله والو ‏ځواكونو په میړانې سره، په فاسد بعثی رژيم چې د لويدیځ او ختیځ له لوری یې ملاتړ كيده، بريالی شی. ‏
د اسلامی ا نقلاب ستر مشر د ځان بساينې قدرت پياوړتيا او د استعدادونو غوړيدا، د اسلامی اقتدار ‏ځانګړنه وبلله او ټينګار یې وكړ، د اسلامی اقتدار په بيلګې كې، له مستكبرانو بې نيازه اوسيدالی شو، او ‏د ايرانی فكر په محصول سره سمبال، ځواكونه رامنځته كولی شو.‏
‏693205‏
captcha