IQNA

په مكې مكرمې كې د هندوستان حاجيانو لپاره شپه ورځ د رهنمایې انتظام وشو

21:59 - November 10, 2010
د خبر لمبر: 2029757
نړيواله ډله: د هندوستان چارواكو د مسلمان حاجيانو د اسانتيا لپاره څلور ويشت ګنټهی د ټيلفون په وسيله ‏د رهنمایې انتظام كړی دی.‏
‏ د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د هندوستان د حج چارو مشر ښاغلی ‏مبارك صيب په دې هكله په خپلو خبرو كې وويل چې د هندوستان كونسلیټ د حاجيانو رهنمایې لپاره د ‏ټيلييفون سروس انتظام كړی دی او د هندوستان زواران كله هم دې لمبر ته فون كولې شی او خپل ‏مشكلات او ستونزې ورته بيانولې شی او ترې معلومات اخستې شی.‏
دا لومړۍ ځل دی چې د هندوستان حكومت لخوا د هندوستانی حاجيانو ته دا رنګ سهولياتو انتظام شوی ‏دی. ‏
يادونه كوو چې هر كال له هندوستانه يو نيم لاكه مسلمانان د حج تر سره كولو لپاره مكې ته ځې او حج ‏تر سره كوی.‏
‏691448‏
captcha