IQNA

په سرې لنكا كې د ايران كلتوری اوونۍ تر سره كیږی

13:46 - January 16, 2011
د خبر لمبر: 2064965
د كلتور او هنر ډله: د اسلامی انقلاب د كاميابيدا د لسيزې په مناسبت په سری لنكا كې د ايران د كلتوری مركز لخوا د سرې ‏لنكا په پلازمينې كلمبو كې د كلتور اوونۍ او همدارنګ د فيليمونو فيسټيوال تر سره كیږی.‏‎ ‎
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اسلامی كلتور او اړيكو سازمان یې نقلوی چې په دې ‏اوونۍ كې به ځينې پروډيوسران لكه «پوران درخشنده» هم راځې او سپږ فيلمونه «بچه‌های ابدی»، «عشق بدون مرز»، ‏‏«زمان از دست رفته»، «رويای خيس» په نومونو فيلمونه به د كلمبو د فيلم ملی كميشن هال كې وړاندې كیږی.‏‎ ‎
فيلم اوونۍ افتتاحيه مراسم به د اتوار په ورځ او د لمريز كال په اووه لسم بهمن د سری لنكا د كلتور وزير او ځينې نورو ‏كلتوری شخصيتونو په ګډون سره ددې هيواد په كلتور وزارت كې تر سره كیږی.‏
‎ ‎‏730376‏
captcha