IQNA

عثمان عبداللہ پاتی: په غنا كې د عربی ژبی استاذانو كمې دی

15:13 - January 23, 2011
د خبر لمبر: 2069353
د قرانی كارونو ډله: د مسلمان محصلانو په دريمې نړيوالو قرانی مقابلوكې د غنا ‏قاری ښاغلی عثمان عبداللہ پاتی ويلی دی چې په غنا كې د قران پاك د تعليم ‏حاصلوونكو ته د عربی ژبی استاذانو ډير كمې دی
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران په مشهد ‏مقدس كې ترسره كيدونكې د مسلمانانو محصلانو د قران پاك دريمی نړيوالې ‏مقابلو كې په افريقايی هيواد غنا نماينده او استازې او د قران پاك قاری ښاغلی ‏عثمان عبداللہ پاتی ويلی دی چې په غنا كې ټول دينونه او مذهبونه په امنيت او ‏سولې او امن سره وخت تيروی ‏
هغه د قران پاك د تعليم حاصلونكو كسانو مشكلاتو ته په اشارې سره وويل چې ‏عربی د قران پاك ژْبه ده خو په غنا كې عربی ژبې ته څه خاص پام نه كیږی او ‏همدې لامله د قران پاك زده كوونكو اصلی مشكل همدا دی. ‏
هغه زياته كړه چې ددې مشكل په احساس كولو سره مختلف استاذان د غنا سفر ‏كوی خو د هغو شمير ضرورت نه ډير كم دی.‏
‏733753‏
captcha