د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران په مشهد مقدس كې ترسره كيدونكې د مسلمانانو محصلانو د قران پاك دريمی نړيوالې مقابلو كې په افريقايی هيواد غنا نماينده او استازې او د قران پاك قاری ښاغلی عثمان عبداللہ پاتی ويلی دی چې په غنا كې ټول دينونه او مذهبونه په امنيت او سولې او امن سره وخت تيروی
هغه د قران پاك د تعليم حاصلونكو كسانو مشكلاتو ته په اشارې سره وويل چې عربی د قران پاك ژْبه ده خو په غنا كې عربی ژبې ته څه خاص پام نه كیږی او همدې لامله د قران پاك زده كوونكو اصلی مشكل همدا دی.
هغه زياته كړه چې ددې مشكل په احساس كولو سره مختلف استاذان د غنا سفر كوی خو د هغو شمير ضرورت نه ډير كم دی.
733753