د (ايكنا) د راپور پر اساس ايرانيان د خپلوانو او دوستانو په ليدلو سره د يوه بل كور ته دغه خوشحالۍ انتقالوی .
په دغو ورځو كښې د نوی كال مباركۍ او ښه راغلاست يوه هغه خوږمه زمزمه ده چې په شونډو روانه وی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای د دود له مخې هر كال په يو پيغام كښې د ايران خلكو ته نوی هجری لمريز كال مباركۍ وړاندې كوی .
د رهبرۍ ستر مقام هم سږ كال په خپل پيغام كښې د نوی كال په باب مباركی وويله او د نوی كال په اړه یې د ايران د ملت او حكومت لپاره اصلی لاره انځور كړه .
داسلامی انقلاب ستر لارښود په دغه پيغام كښې نوی كال داقتصاد ی جهاد كال ونوماوه او ویې فرمايل : زه دغه كال د اقتصادی جهاد كال نوموم او له خپل خوږ ملت او د هيواد له مسولانو تمه لرم چې په اقتصادی ډګر كښې جهاد ډوله حركت وكړی او مجاهدت وكړی ، طبيعی حركت كافی نه دی ، بايد په دغه ډګر كښې مجاهدانه او هڅانده حركت وكړو .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای د نوروز په مناسبت په خپل پيغام كښې لومړی په تير هجری لمريز كال كښې د ايران د اسلامی جمهوريت پرمختګونه او بدلونونه بيان كړل . هغوئ تير كال چې د (سال همت مضاعف و كار مضاغف ) يا دوه چنده همت او د دوه چنده كار كال یې نومولی ؤ ښه كال وباله او ویې فرمايل :
له نيكه مرغه حكومت او ملت په دغه كار ، دغه كلنې حركت ، كښې دوه چنده همت او دوه چنده كار وښوده .
د رهبرۍ ستر مقام زياته كړه د بيلګې په توګه د علم د توليد په ډګر كښې د هغو شميرنو له مخې چې نړيوال تخصصی مركزونه یې اعلانوی ، په نړۍ كښې د علم په توليد او علمی پرمختګونو كښې زمونږ د هيواد ګډون له يولس سلنې زيات دی ، په داسی حال كښې چې مونږ د نړۍ يوه سلنه يو ، له دې كبله په بيلا بيلو ډګرونو كښې د هيواد پرمختګ الحمد الله ډير ښه پاتی شوی دی .
د ايران د اسلامی جمهوريت د حكومت يو روان پلان د اقتصادی بدلون طرحه ده . ددغه طرحې يا پلان هدف د ايران د اقتصادی نظام برابرول او د ټولنيز عدالت ټينګول دی . د بی روزګارۍ كميدل ، د غير تيلی شيانو د صادراتو زياتيدا ، د انرژۍ په مصرف او كارولو كښې سپما او له طبيعی زيرمو ښه استفاده او له ټولو مهم د سب سیډيو د منظمولو د پلان اجراكيدا د اقتصادی بدلون د طرحې د اجرا اصلی چورليزونه بلل كیږی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای د اسلامی جمهوريت د حكومت له مسؤلانو د مننې په ترڅ كښې په تير هجری لمريز كال كښې د سب سیډيو د هدفمنولو د طرحې په اجراكولو كښې د حكومت هڅه يو ستر كار او هڅه وبلله .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د سب سیډيو د هدفمنولو د طرحې په اړه وفرمايل : دا يوه هيله وه چې د اسلامی انقلاب ستر لارښود د اقتصادی جهاد په نامه دنوی هجری لمريز كال د نومولو هدف د نړيوالو لپاره په يوې بيلګې د ايران د اسلامی جمهوريت بدليدل وبلل . هغوئ په دې زمينه كښې وفرمايل : مونږ بايد وتوانیږو درستی نړۍ ته د اقتصادی ستونزو د آوارې په زمينه كښې د اسلامی نظام قدرت وښيو . دغه بيلګه په لاس كښې واخلو څو ملتونه ووينی چې يو ملت د اسلام په سيورې كښې او په اسلامی تعاليموسره څنګه پرمختګ كولای شی .
جهاد د اسلام د دين يو اصلی فريضه او ستر عبادت بلل كیږی . دغه فريضه له هر ډول ظلم او ذلت څخه د مسلمانانو د ژغورنې لامل ده او د اسلامی ټولنې عزت تضمينوی . جهاد په يوه ډلبندۍ كښې په جهاد اكبر او جهاد اصغر ويشل كیږی .
جهاد اكبر چې قرآن هم ورته ځانګړی پام كوی ، له باطنی شيطان سره مبارزه او د الله تعالی په لاره كښې له ځان او مال څخه تيريدل دی او جهاد اصغر له كفارو او دښمنانو سره مبارزه ده . د جهاد اكبر په اهميت كښې د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد (ص) له روايتونو يوه ته اشاره كوو.
د حضرت محمد (ص) ستر صحابی ابوسعيد خدری روايت كوی يو كس راغی او د الله تعالی له رسول څخه یې وپوښتل د الله تعالی په نزد څوك له درستو محترم دی ؟ د اسلام ورستی پيغمبر وفرمايل : يو هغه با ايمانه كس چې په خپل مال او ځان سره د خدای په لاره كښې جهاد كوی .
په مال او شتمنۍ سره جهاد په دی معنی دی چې انسان د خدای د رضا، د اسلام د پرمختګ او په ټولنه كې د عدالت د ټينګولو په لاره كښې له خپل مال او شتمنۍ تير شی .
الله تعالی په ډيرو آياتونو كښې انسانان په مال او شتمنۍ سره جهاد ته وربللی دی . د صف سورې له لسم تر دولسم آيته قرآن له خدای سره غوره تجارت او سوداګری په مال او ځان سره جهاد معرفی كوی او فرمايی :
ای هغو كسانو چې ايمان مو راوړی دی ، آيا تاسو هغه تجار ته هدايت كړم چې تاسو له دردونكې عذاب څخه ژغوری ؟ په خدای او د هغه په رسول ايمان راوړئ او په خپلو مالونو او ځانونو سره د الله تعالی په لاره كښې جهاد وكړئ ، دا ستاسو لپاره له بر هر څه غوره دی كه تاسو پوهه شئ . كه داسی وكړئ نو ګناهونه به مو وبخښل شی او تاسو به د جنت باغونو ته ننويستل شئ چې له ونو لاندې به یې ويالی بهیږی او په تل پاتی جنت كښې به په يو پاك ځای كښې استوګن شئ ، او دا يوه ستره بريا ده .
په اقتصادی جهاد كښې انسان انقلابی روحی او ايمان ته اړتيا لری . ځكه چې مؤمن انسان له خپل مال او شتمنۍ سره دومره ژور تړاو نلری او چمتو دی د الله تعالی د رضا لپاره له خپل مال او شتمنۍ تير شی.
د اسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای لخوا د اقتصادی جهاد د كال په نامه د نوی هجری لمريز كال نومول په اقتصادی وده او پرمختګ كښې د ودې د زياتيدو لپاره دهغوئ د تمو ښودنه كوی . دغه پرمختګ د اسلامی جمهوری نظام د اقتدار او خپلواكۍ د پياوړتيا لامل كیږی او د ايران د خلكو لپاره به هوساينه او آرامښت ډالۍ كړی.
764857