IQNA

د كاشان شيعه علما انګريزی ژبو ته معرفی كیږی.

14:10 - April 05, 2011
د خبر لمبر: 2101037
بين المللی ډله: په ايران كښې د تشيع د تاريخ يو شمير برخې او په كاشان ښار كښې روزل شوی شيعه عالمان، په سحر نړيوال ټيلی ويژنی چينل كښې د يوې مستند يا ډاكومينټری مجموعې په جوړيدو سره انګريزی ژبو ته معرفی كیږی.
د سحر چينل د عمومی روابطو له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه مجموعه چې د فلم بندۍ كار ئې د ١٣٨٩ كال په اوړی كښې پيل شوی دی اوس د تدوين په مرحله كښې ده او د فنی مراحلو پائې ته رسيدلې او خپريدو ته چمتو كیږی.
(كاشان، د تشيع ځانګو) نومې دغه مجموعه د ٢٠ دقيقو په ١٣ برخو كښې چمتو شوې د تاريخی، اسنادو، مداركو او په هرې برخې پورې د اړوندونورو موضوعاتو د مستندو تصويرونو نه علاوه د تاريخ په اوږدو كښې د كاشانی تكړه عالمانو د رول او اغيزې او د تاريخچې د برخې د باخبرو كارپوهانو او محققانو له څرګندولو څخه چې د شيعه علومو او تفكر د ودې او لوړاوی سره ئې مرسته كړې ده، هم استفاده كیږی.
768562
captcha