IQNA

په چين كښې د حلالو محصولاتو بين المللی نندارتون جوړیږی.

14:45 - April 07, 2011
د خبر لمبر: 2102013
بين المللی ډله: د اسلامی محصولاتو او د حلالو خوړو شپږم بين المللی نندارتون د چين په هويی نين شيا دخپلواكې سيمې په مركز كښې د روان كال د وږی د مياشتې له ٢٨ نه د تلې د مياشتې تر وړومبۍ نیټې پورې تر سره كيدنكې دی.
د ملائشيا د (Bernama) خبری آژانس په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې ددغه نندارتون د جوړولو كمیټې پرون اعلان وكړ: دغه نندارتون په بين المللی ډګر كښې د حلالو اسلامی محصولاتو او خدماتو او د خوراكی صنايعو د نندارې ته ایښودو او معرفی كولو له پاره يو ډګر دی.
دغې كمیټې همداراز اعلان وكړ: د چين د سوداګرۍ وزارت د حلالو خوراكونو د ستر صنعت د پوټينشل د معرفۍ او پيژندنې په موخه ددغه نندارتون د جوړولو او په بين المللی ډګر كښې ئې له يو دوديز نندارتون نه يو حرفه ايز تجارتی نندارتون ته د هغه د لوړولو اقدام كړی دی.
چين د تقريبا ١٥٠ ميليونو مسلمانانو په لرلو سره په نړۍ كښې د حلالو غذائی صنايعو په برخه كښې د ترقۍ تر ټولو چټكه وده لری.
769823
captcha