د «Palestine Info» د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د فلسطين د كورنيو چارو د وزارت وياندوی ايهاب الغصين اعلان وكړ: كه څه هم د داخله وزارت ودانۍ هم د صهيونيسټی نيواكګر رژيم له خوا بمباری شوی خو ددغه وزارتخانې كاركونكی د فلسطينۍ خاورې په دفاع كښې خپلو مسئوليتونو ته همهغه شان دوام وركوی.
دوی همداشان ټينګار وكړ: د كورنيو چارو وزارت او ټولې امنيتی ادارې د غزې په تړانګه كښې د بحرانی حالت د اعلانيدو نه وروسته شپه او ورځ د حالاتو د ښه كولو له پاره په كار او كوشش اخته دی.
ايهاب الغصين په دوام كښې ووئيل: نيواكګرو پوځيانو پرون هم خپلې حملې او د غير پوځی عادی خلكو وژله جاری وساتله او د روغتيائی څانګو د كاركونكو او ايمبولينسونو د هدف ګرځولو په ترڅ كښې ئې سپين فاسفورسی بمونه كوم چې يوه ممنوعه وسله ده استعمال كړل.
771654