IQNA

بسم‌الله الرحمن الرحیم

0:00 - January 01, 2013
د خبر لمبر: 2105

ایکنا د معنوی نړۍ په لور یو کړکۍ
سریزه:
د ایران قرای خبری اژانس(ایکنا) په اسلامی نړۍ کښې لومړنۍ او یوازینې خبری اژانس دی. مونږ همیشه دا هڅه کړې ده چې د ایران او د نړۍ د بیلا بیلو ځایونو خبرونه او پیښې د قرانی لیدتوګې له مخې په بیلا بیلو ډګرونو لکه سیاسی، هنری، ادبی، ټولنیز، د قرانی چارې، علم او تفکر، ویب پاڼې او نړیوال، کښې وڅیړو او تحلیل یې وکړو.

تاریخچه:
د ایران قرای خبری اژانس(ایکنا) د 1424 هجری سپوږمیز کال د روژې د مبارکې میاشتې په پینځلسمه نیټه چې د 1382 لمریز کال د لړم د میاشتې شلمې نیټې سره سمون لری، (د هغه وخت د اسلامی جمهوری ایران د ولس مشر) حجت‌الاسلام والمسلمین خاتمی په لاس شورو شو. د ایکنا کارکوونکیو د خدای پاک په فضل، د قران پاک د لارښود په رڼا کښې او د امام(ره) په مشرۍ او د اسلامی انقلاب د شهیدانو په لارې تللو سره، خپل کار هره ورځ له 7 خبرونو سره په یوه ژبه (فارسۍ) سره شورو کړ.

موخې او غرضونه:
1- د ټولنې په بیلا بیلو ډلو کښې د قران کریم د انسان ساز کلتور رواجول
2 - د ټولې نړۍ او ایران د قرانی چارو په هکله اطلاع رسول.
-3 په بیلا بیلو ډګرونو کښې د قران مطلبونه لیکل، ایجادول او منعکس کول.
- 4  په بیلا بیلو موضوعاتو لکه سیاسی، هنری، ادبی، ټولنیز، کلتوری.... کښې د قران کریم په لور د مخ اړولو رواجول.
- 5  نورو اسلامی هیوادونو ته د قران کریم هغه ماحول رسول چې په ایران کښې حاکم دی.
-6 د ټولنې په بیلا بیلو ډلو کښې د قران کریم په هکله د خبرتیا زیاتول.
-7 په کورنی او بهرنی سطحې کښې د قران کریم د پروګرامونو په هکله د تجربو او بیلګو یو بل ته رسول.
-8 د قران کریم په محور سره په بیلا بیلو ډګرونو کښې د کلتوری او فکری جریانونو ایجادول

مهمې چارې:
د ایکنا چارې په لاندیو څو محورونو کښې بیانیدی شی:
الف – د خبری اژانسونو په بیلا بیلو ډګرونو کښې هره ورځ د خبرونو او خبرو اترو جوړول.
ب – د کارپوهانو او صاخب نظرانو په ګډون سره د تحلیلی ناستو پروګرامونه ترسره کول.
ج – د ایکنا یوه تحلیلی او خبری مجله (رایحه) په دوو اوونو کښې یو ځل چاپول او خپرول.
د- د کورنیو او بهرینو قرانی پروګرامونو او پیښو لپاره یو بشپړ خبری پوښښ.
و- تخصصی ناستې ترسره کول د ایکنا له پروګرامونو څخه د یو خاص موضوع په هکله یو پروګرام دی چې د خبری سرویس په وسیله د موضوع ته په پام سره د کارپوهانو او صاحب نظرانو په ګډون سره ترسره کیږی. کوم څه چې د ایکنا په پینځه کلنی پروګرام کښې راوستی شوی دی هغه دا چې په 1390 کال کښې په 35 ژبو کښې 1200 خبرونه په 30 دنننو څانګو او 15 بهرنیو څانګو کښې پیدا کول او خپرول دی.
***د افتخاری خبریالو ډله د قران د دې ټولګې بله برخه ده چې پکښې له ټولې نړۍ افتخاری خبریالان خبرونه لیکی او هره ورځ یې خپروی او د دې برخې لپاره د فخر وړ دا دی چې په افتخاری خبریالو کښې د ایران ستر لارښود، د ایران تیر او اوسنی ولس مشران او د هیواد نور ستر شخصیتونه د دې قرانی غونډې غړی دی.
***د قرانی چارو یوه ځانګړې مجله «رایحه» خپرول د ایران د قرانی خبری ژانس(ایکنا) له قرانی چارو څخه ده چې په حقیقت کښې د قرانی مطلبونو یوه خزانه ده چې وخت او موضوع ته په پام سره د ایکنا په بیلا بیلو خبری سرویسونو کښې څیړل کیږی او په موضوعی او اسانه او لیکل شوی توګه د لوستونکې لاسونو ته رسی. او په اسانو ټکو «د معنوی نړۍ په لور کړکۍ دی» چې د نړۍ د ټولو انسانانو په لور خلاصیږی په دې هیله چې د حضرت حق په خاصو پیرزوینو سره د لوړو مقصدونو په ترلاسه کولو کښې کامیاب شو

بچوې: پشتو
captcha