د «coe» د اطلاع رسونې د سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه غونډه به د بين المللی اديانو د همكارۍ د بين المللی شوری (ICIRC) په همت او د جوماتونو د امامانو د بين المللی سازمان په ګډون سره له ټولې نړۍ څخه د يو شمير دينی او كلتوری شخصيتونو په شتون سره تر سره شی.
د بروكسل د اسلامی او فرهنګی مركز رئيس خالد الابری، په هند كښې د جوماتونو د امامانو د نړيوال سازمان عمومی منشی ايمان عمير الياسی، د اروپا د پارليمان غړی «ريچارد هنری سزارنسكی»(Richard Henry Czarnecki)، د دينونو تر مينځ د همكاريو د بين المللی شوری د سلا كارانو رئيس «پراكاش گوسنس»(Prakash Goossens) او هم د دينونو تر مينځ د همكاريو د بين المللی سازمان د رئيس مرستيال «يوهان مارتنز»(Johan Maertens) هغه شخصيتونه دی چې په دې غونډه كښې به ويناوې وكړی.
783662