IQNA

په انګريزۍ ژبه د قرآن ژباړې په ايكنا كښې څیړلې كیږی.

14:04 - May 03, 2011
د خبر لمبر: 2116618
بين المللی ډله: ( په انګريزۍ ژبه د قرآن د ترجمو څیړنه) نومې غونډه نن د ايران په قرآنی خبری آژانس (ايكنا) كښې تر سره شوه.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه غونډه چې په انګريزۍ ژبه د قرآن د ترجمو د څیړلو او ورباندې د نيوكې د تخصصی لړۍ وړومبۍ ناسته ده، نن سهار ١٠:٣٠ بجې د علامه طباطبائی پوهنتون د استاذانو (سالار منافی اناری) او (حسين ملا نظر) په شتون سره تر سره شوه.
دغه غونډه د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) او د قرآن كريم د علومو او معارفو د پوهنتون په همكارۍ د دغه خبری ايجنسۍ د كانفرنسونو په هال يا سالون كښې جوړه شوه.
784875


captcha