IQNA

علی‌اكبر صالحی: نړی د لويدیځ د دوه ګونو سياستونو كتونكې ده

18:28 - May 31, 2011
د خبر لمبر: 2131721
سياسی ډله: د ايران خارجه وزير وويل له مينځنی ختیځ نيولې د آفريقا تر شماله د اسلامی هوښيارۍ او ویښتيا به د خلكو د ګټو په لړ كښې پر مخ ولاړ شی .
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت د بهرنيو چارو وزير علی اكبر صالحی نن په تهران كې د( اسلامی ویښتيا ، د مينځنی ختیځ كلتوری ، سياسی او جغرافياوی بدلون ) په نامه ناسته كښې وويل په سيمه كښې وروستی بدلونونه د هغو ایډيالونو غوښتنی دی چې د حضرت امام خمينی (رح) په وينا او مفكوره كښې مطرح شوی دی .
علی‌اكبر صالحی د هيوادونو خپلواكې ، د لويدیځ له استعماره ليری فيصلی اوانسانی كرامت او آزادۍ ته رسيدل د سيمې له هيوادونو سره په اړيكوكې د ارواښاد امام ایډيالونه وبلل او ویې ويل نن سبا ولسی غورځنګونه او د سيمې د مظلومو ملتونو ایډيالونه بريالی كيدونكی دی او هغه ديكتاتوران چې دا څو لسيزې یې د خپلو ملتونو كرامت داغی او هغوئ سپك كړی دی او نړيوال استكبار ته یې خدمت كړی دی نسكوریږی .
ښاغلی علی‌اكبر صالحی له صهيونيزم د دفاع لپاره د امريكايی او صهيونستی چورليز هڅو ته اشاره وكړه او ویې ويل نړيوال د لويدیځ د دوه ګونو سياستونو كتونكې دی چې د بشری حقوقو او ډيموكراسۍ له شعارونو سره سره د سيمې د ملتونو په تيره بيا د بحرين د بې ګناه خلكو پر ضد روانو جنايتونو په وړاندې یې رسندويی چوپيتيا غوره كړی ده .
801396
captcha