IQNA

د فرانس په لويدیځ كې غټ اسلامی مركز جوړیږی

23:38 - June 21, 2011
د خبر لمبر: 2142064
نړيواله ډله: فرانس په لويدیځ كې يوغټ اسلامی كلتوری مركز په نانت ښار كې د سيمې د اسلامی انجمنونو په څارنی كې جوړیږی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له قطر ورځ پاڼی الشرق یې نقلوی چې ددې مركز د جوړيدو كار د قطر د تاجر ښاغلی «بدر عبدالله الدرويش» په همكارۍ سره پيل شوی دی، او دا اسلامی كلتوری مركز د پوره كيدو نه پس د فرانس دوهم غټ اسلامی مركز ده.
د ددې اسلامی كلتوری مركز د جوړيدو منصوبه د مالی اوزارو د نه شتون له كبله په ختميدو وه خو دقطر تاجر په پيسو سره دا كار او منصوبه بيا تر سره شوه او ددې ودانې ډيرې برخې به راتلونكی ميلادی كار سر پورې پوره شی.
811084
captcha