IQNA

احمدی نژاد: كيمياوی بمبارۍ د نړيوالې ترهه ګرۍ يو سمبول دی

18:30 - June 28, 2011
د خبر لمبر: 2146047
سياسی ډله: د اسلامی ايران ولسمشر د سردشت ښار كيمياوی بمبارۍ د نړيوالې ترهه ګرۍ يو سمبول وباله.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد نن د سردشت ښار د كيمياوی بمبارۍ د كليزې په مناسبت يوه پيغام كې وويل لويدیځو هيوادونو د بعث رژيم (صدام) ته كيمياوی وسلی وركړی وی چې دا چاره د لويدیځ په مشرۍ د نړيوالې ترهه ګرۍ سمبول دی.
د ښاغلی احمدی نژاد په په پيغام كې چې نن ولوستل شو راغلی دی په ايران تل ترهه ګر يرغلونه شوی او تاوانونه ورته اوښتی دی او سردشت سيمه په نړۍ كې د لومړنۍ سيمې په توګه له كيمياوی حملو سره مخ شوه چې ټول قربانيان یې ملكيان ؤ.
څلورويشت كاله مخكې د جون په ۲۸ د بعث رژيم جنګی الوتكو د ايران په سردشت ښار كيمياوی بمباری وكړه چې له آمله یې سل كسان شهيدان او سلګونو ښځې او ماشومان ژوبل شول .
816690
captcha