IQNA

حزب الله د اسلامی اديرې ورانول وغندل

18:35 - June 28, 2011
د خبر لمبر: 2146069
نړيواله ډله: د لبنان د اسلامی مقاوت غورځنګ (حزب الله پرون د چنګاښ د مياشتې په شپږمه نیټه، په يوې بيانیې كښې په قدس شريف كښې د اسلامی اديرې «مأمن‌الله» ويرانول په ټينګتيا سره وغندل.
ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له arabic.upi اطلاع رسووونكی مركز یې نقلوی، حزب الله اعلان وكړ: صهيونيسټی رژيم خپلو وحشيانه او ظالمانو بريدونو ته دوام وركوی او په قدس شريف كښې د يهوديانو د ابادۍ لپاره خپل كارونه په دې طريقه چې هديرې ړنګې كړی او اسلامی پيژنګلو له مينځ يوسی، هڅه كوی.
په دې بيانیې كښې راغلی دی: په قدس شريف كښې د مأمن الله د هديرې ړنګول، يو له هغه پروګرامونو دی چې صهيونيسټی رژيم یې د اسلامی پيژنګلو د ختمولو لپاره كوی، او په دې طريقه د مسلمانانو احساساتو او د دين مقدساتو سره لوبې كوی.
حزب الله ويلی دی: دا يوازې د فلسطينيانو مقدسات نه حسابیږی بلكې د ټولو مسلمانانو سپكاوې دی چې عربی نړۍ بلكې اسلامی نړۍ ته شامل دی.
816660
captcha