IQNA

په دبئی كې د اسلامی هنر تعليمی دورې تر سره كیږی

19:52 - July 14, 2011
د خبر لمبر: 2154563
نړيواله ډله: د دبئ د هنر او كلتور ادارې لخوا د اسلامی هنر لكه خوش خطۍ، نقاشۍ او د تزيين ښودنی په هدف سره خصوصی كلاسونه تر سره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «albawaba» یې نقلوی چې د اسلامی ډيكوريشن او تزيين د ښودنی په هدف سره دوره له لسو كلونو تر پينځلس كلونو عمر پورې ځوانانو لپاره او نور اسلامی هنرونو تعليم لپاره دوره له شپاړسو زيات كلونو عمر كسانو لپاره تر سره كیږی.
دا تعليمی او ښوونيزه دوره له نهمې جولايی تر يو ديرشمی نیټی پورې دوام لری او په دې دورو كې تيار شوی اثرات او هنری څيزونه د دبی د هنر او كلتور ادارې لخوا په روژی مباركې مياشتی كې په يو نندارتون كې وړاندې كولی شی.
824796
captcha