د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو چينل العالم یې نقلوی په روژې مباركې مياشت كښې به هم د بحرين د ملت سوله ايزه مبارزه او مظاهرې دوام ولری او د دغه هيواد خلك به نور د ال خليفه رژيم د ظلم او كړاو په وړاندې غلی كېښننی.
د بحرين د ملاتړ د ملی كانګرس غړی هاشمی په دغه هيواد كښې د ملی وحدت د ساتلو پرضرورت ټينګار وكړ او ویې ويل دبحرين دملت غوښتنې به يوازې په ملی وحدت سره تحقق ومومی .
هغه وويل دبحرين رژيم هڅه كوی دځينو عربی او اروپايی هيوادونو په ملاتړ سره دبحرين دملت اراده ماته كړی او ولسی پاڅون وځپی خو داډول هڅې په ماتی محكومې دی .
په بحرين كښې له تيرې فرورۍ مياشتې راهسې دال خليفه رژيم پرضد دخلكو ستر پاڅون پيل شوی او دبحرين د ال خليفه رژيم دعسكرو په حملو كښې چې دسعودی عربستان دنيواكګرو پوځيانو په ملاتړ سره ترسره كیږی په لسګونو كسان مړه په سلګونو نور ژوبل او په سلګونو نور نيول شوی هم دی .
د بحرين او سعودی عربستان پوځيانو حتی په جوماتونو هم حملې كړی او په لسګونو جوماتونه یې ړنګ كړی دی.
بل خبر داچې خبری سرچينو په ټول بحرين كښې دپراخو اعتراضونو خبر وركړ .
العالم ټيلی ويژن وايی د بحرين مختلفې سيمې بیګا د ال خليفه رژيم د ځپنې په اعتراض كښې د خلكو د پراخو مظاهرو ډګر وې او د بحرين رژيم امنيتی ځواكونو په مظاهره چيانو داوښلن ګازونو په شيندلو او غږيزو بمونو په اچولو سره حملې وكړې او په كورونو یې هم ډزې وكړې .
دغه راز د بحرين واكمن رژيم د ولسی اعتراضونو د كمولو لپاره په يوه نوی اقدام كښې هڅه كوی د متقاعد كيدونكو او پوځی ارګانونو او د حكومتی برخې د كاركونكو د معاشونو د كابو شپږديرش فيصده زياتولو سره اعتراضونه ختم كړی.
835959