IQNA

د پژاك د ترهه ګرې ډلګۍ د يواړخيزه اوربند د غوښتنې محتوا دې روښانه شی

18:15 - September 06, 2011
د خبر لمبر: 2182582
سياسی ډله: د اسلامی انقلاب ساتندويه ځواك د عراق د كردستان له ځايی ادارې وغوښتل د پژاك د ترهه ګرې ډلګۍ د يواړخيزه اوربند د غوښتنې محتوا دې روښانه كړی
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له سپاه نيوز یې نقلوی چې د اسلامی انقلاب ساتندويه ځواك (سپاه پاسداران انقلاب اسلامی ) ځمنكۍ قوا نن په يوه بيانيه كې وويل د پژاك د ترهه ګرې ډلګۍ لخوا د اعلان شوی يواړخيزه اوربند محتوا روښانه نه ده او د عراق د كردستان ځايی اداره بايد ددغه اوربند غوښتنه روښانه كړی .
په دغه بيانيه كې راغلی دی د پژاك د ترهه ګرې ډلګۍ د يواړخيزه اوربند دغوښتنې د محتوا له روښانه كيدلو وروسته به د اسلامی انقلاب ساتندويه ځواك په دې اړه خپل رسمی نظر اعلان كړی.
د اسلامی انقلاب ساتندويه ځواك د ايران په پولو كې بشپړ امنيت ټينګول اړين بللی او له دغو سيمو یې د پژاك د ترهه ګرې ډلګيو د غړو ، انقلاب ضد عواملو او شراچوونكو په بشپړ وتلو ټينګار كړی دی .
د پژاك د ترهه ګرې ډلګۍ پر ضد د اسلامی انقلاب ساتندويه ځواك نوی عمليات له تيری جمعی پيل شوی اوتراوسه ددغه ډلګۍ له ۳۰ زيات كسان وژل شوی او او ۴۰ نور ژوبل شوی دی . د اسلامی انقلاب ساتندويه ځواك ټينګار كړی دی تر څو چې د پژتاك ترهه ګره ډلګۍ په پوره ډول نه وی ختمه شوی ، نوی عمليات به هم دوام ولری .
855796
captcha