IQNA

د بحرين د خلكو د ولسی مظاهرې د امريكې په وسلو ځپلی شی

8:28 - September 07, 2011
د خبر لمبر: 2182773
نړيواله ډله: څرګند شوی يو ویډيو چې سپوږميز چينل العالم لاس ته راغلی دی د دې ښودنه كوی چې هغه وسله چې د مظاهره چيانو د ځپلو لپاره استعمالیږی د امريكې وسله ده.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په همدې اړه چې د بحرين ولس د دښمنانو لخوا بيا په تيره د له سعودی ځواكونو لخوا ځپلې شی، د ايران مومن او مسلمان ولس د بحرين له خلكو په ملاتړ كې مظاهرې كوی.
د ايكنا له راپور سره سم د ايران د اسلامی تبليغاتو د غږ ملتيا شورا د يوې خبرتيا په صادرولو سره د اسلامی ايران له مسلمان او مومن ولس څخه وغوښتل د جمعې له لمانځه وروسته د ال خليفه او ال سعودو د شرمونكی نسل وژنې په اعتراض او د بحرين د مظلوم او كړيدلې اولس څخه په ملاتړ كې مظاهرې تر سره كړی.
بحرين د فرورۍ له ۱۴ د ال خليفه رژيم پر ضد د ولسی اعتراضونو ډګر دې. په بحرين كې د ولسی مظاهرو په پراختيا سره د عربستان نيوا كګر عسكر د خلكو د ځپلو لپاره په دغه هيواد كې موجود دی.
د عر بستان او ال خليفه رژيم عسكر او عوامل هره ورځ له بحرينی اعتراض كونكيو سره په چلند كې نوی جنايتونه كوی.
855676
captcha