IQNA

عربستان په بحرين كې د ديموكراسۍ خنډ دی

18:37 - September 07, 2011
د خبر لمبر: 2183363
نړيواله ډله: د بحرين د بشری حقوقود مركز مشر«محمد جاسم الدرازی»، بیګا له العالم سره په خبرو كې په بحرين كې په اعتراضونو د عربستان اندیښنې ته په اشارې سره وويل كابو دوه سوه كسان چې په هغو كې دولس ډاكټران دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له االعالم اطلاع رسولو مركز یې نقلوی چې كابو دوه سوه كسان چې په هغو كې دولس ډاكټران دی په بحرين كې د بشری حقوقو په خلا ف ورزيو او هم دا راز په پوځی محكمو كې د دغه هيواد د مظاهره كونكو په محاكمه كولو په اعتراض كې د بحرين په بندونو كې لوږ تړكړی دی چې ځينی ډاكټران په ډير بد وضيعيت كې دی.
هغه روښانه كړه د بحرين حكومت د عربستان په پوځی قدرت او د لويدیځ په ملاتړ په تكیې سره په دغه هيواد كې د بشری حقوقو ټول قوانين تر پښو لاندې كړی دی، له دې پرته چې د خپلو ښاريزو په مقابل كې د غير انسانی چلندونو په وړاندې د نړيوالې ټولنې د غبرګون په باب اندیښمن شی.
هغه ټينګار وكړ عربستان په بحرين كې د ديموكراسۍ په پنځيدا اندیښمن دی ځكه چې د بحرين د ولس د برياليتوب او په بحرين كې د ولسی حكومت واك ته د رسيدا په بڼه كې به د عربستان د خلكو پر ذهنونو هم دغه بدلون نيغ په نيغه اغيزې وشيندی.
856543
captcha