د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له مصری ورځ پاڼې الاهرام یې نقلوی چې ممدوح شاهين چې پر پوځی شورا كې پر غړيتوب سربېره، د مصر د لنډمهاله دولت د دفاع وزير مرستيال هم دی، ددې اقدام لامل، په قاهره كې د صهيونيسټ رژيم د سفارت مخې ته وروستی لاريونونه ا و ددې هېواد د امنيتی ځواكونو او خلكو ترمنځ د نښتو دوام ښودلی دی.
د مصر دانقلاب په بهير او له هغې وروسته په دې هېواد كې د خلكو يوه غوښتنه د بېړنی حالت لغوه كول و، خو په مصر كې د بېړنی وضعيت د سختېدو اعلان به، د لنډمهاله دولت او پر دې هېواد دواكمنو پوځيانو او خلكو ترمنځ ته جدی ننګونې رامنځ ته كړی.
ځكه د مصر خلك د وسله والو ځواكونو د لوړې شورا پر غړو باور نه لری او هغوی ددې هېواد پر پرځيدلی ديكتاتور ، حسنی مبارك پورې تړلی كسان بولی.
سربېره پردې په مصر كې د امنيتی تابياوو سختيدل او يا په بله وينا بېړنی وضعيت په داسې حال كې بڼه خپله كړې ده چې په قاهره كې د صهيونيسټ رژيم د جاسوسۍ ځاله ددې هېواد د خلكو له خوا فتح او وتړل شوه.
كه څه هم چې دا په مصر كې يوه تاريخی پېښه وه، خو قاهرې ته د صهيونيسټ رژيم له خوا د يوه پلاوی په ورتلو او مصر ته د صهيونيسټ رژيم د سفير بيا ستنېدو په برخه كې د لارې برابريدو لپاره د خبرو اترو پيلېدل، د مبارك له پړاو وروسته دمصر هېواد د اداره كونكی په توګه د وسله والو ځواكونو د لوړې شورا په اړه ددې هېواد د خلكو كركې زياتې شوې دی.
د مصر د سياسی ډلو په منځ كې دا تمه وه چې په قاهره كې د صهيونيسټ رژيم پر سفارت له بريد وروسته به لنډمهاله دولت له خلكو ملاتړ وكړی.
خو دا غوښتنه نه يوازې پرځای نه شوه، بلكې په مصر كې د عصام شرف پرځای د يوه پوځی لومړی وزير د رامنځ ته كېدو ګنګوسی اوريدل كېږی.
هغه موضوع، چې د مصر پر نوی په پښو دريدلی انقلاب لپاره يوه بلا ګڼل كېږی.
له دې ټولو سره سره، د مصر انقلابی ډلې او په ځانګړې توګه ددې هېواد انقلابی ځوانانو ايتلاف پر دې ټكی په ټينګار سره چې پر هر هغه څه پوهېږی چې په مصر كې تېریږی، په ډاګه كړې یې ده چې اجازه به ورنه كړی چې د دې هېواد انقلاب مصادره او د هغوی موخې ونه غړیږی.
860278