IQNA

صادق المهدی: اسلامی ویښتيا، خدايی لورينه ده

18:37 - September 17, 2011
د خبر لمبر: 2188711
نړيواله ډله: د سوډان د ملی ګوند امت مشر ښاغلی صادق المهدی د اسلامی ویښتيا په نړيوال دوه ورځنی كنفرانس كې وويل نن سبا دغه ښه خوب په الهی لورينې سره په عملی حقيقت بدل شوی دی
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، صادق المهدی وويل نن سبا دغه ښه خوب په الهی لورينې سره په عملی حقيقت بدل شوی دی او د دښمن او دوست د سترګو په وړاندې د اسلامی امت لپاره د نيكمرغۍ زيری وركوی.
د سوډان د ملی ګوند امت مشر ښاغلی صادق المهدی وويل دينداری او د بديو ، استبداد ، فساد ، بې دينۍ ، كفر او الحاد په وړاندې پاڅون د اسلام د دين چورليزونه دی.
د سوډان د ملی ګوند امت مشر ښاغلی صادق المهدی په دوام كې وويل په اسلامی نړۍ كې د ویښتيا او ملسمانانو د پاڅون مركز دينی تعليمی مركزونه دی او دا كومه د حيرانتيا خبره نه ده چې د ايران اسلامی انقلاب د يودينی مشر په رهبرۍ كامياب شو ځكه د اسلامی برياليو پاڅونونو په سر كې هغه كسان دی چې له دينی مركزونو فارغ شوی دی.
ښاغلی صادق المهدی زياته كړه د افغانستان او پاكستان په شمول ځينو هيوادونو كې ځينی كسان د مسلمان په نامه مسلمانان وژنی او چاودنې او ګډوډۍ كوی چې له دغه سترې غونډی زمونږ غوښتنه داده چې په دې اړه روښانه دریځ غوره كړی .
862388
captcha