د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د بحرين د ملی وفاق ګوند له ويب پاڼې یې نقلوی چې د د بحرين د جمعی خطيب ښاغلی عيسی قاسم په امام صادق عليه السلام جومات كې د جمعی لمانځه په خطْبو كې وويل چې د بحرين مشكلاتو په هكله ټول پوهیږی او ټول ښه خبر دی خو بيا هم ځينی خلك هڅه كوی چې له دې انكار وكړی او دا په ډاګه كړی چې حالات كنټرول كی دی.
ښاغلی آيت اللہ عيسی قاسم وويل چې ځينې حقيقونه د دروغو په وسيله پټولې شی او هغه حقيقت دا دی چې د خلكو لخوا پرله پسی ولسی مظاهرې او لاريونونه دوام لری چې د هغه ځواب ال خليفه پوليس په ظلم او وهلو ټكولوسره خلكو ته وركوی.
900427