د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خبری اژانس العالم یې نقلوی چې درست ولس آل خليفه رژيم د بهرنيو قدرتونو يوتالی څټی او ګوډاګی رژيم ګڼی چې د هغوی د ګټودساتلولپاره دخپل ولس عامه وژله كوی خوبلاخره به هم پای ته رسیږی.
په نننيومظآهروكې دبحرين ولس يوځل بيادآل خليفه رژيم ترنسكوريدا پورې پخپل پاڅون ټينګاروكړاوروښآنه ئې كړه چې آل خليفه څومره جنايتونه زياتوی نودخلكو ولوله اوكركه به نوره هم زياته كړی
همدارازله يمنه هم ايرنا خبری آژانس راپوروركړ په صنعا او نورو په لسګونو ښآرونوكې په لكونوخلكوديمن دديكتاتورعلی عبدا...صالح له خوا د قدرت دمنتقلولوددوكې په خلاف سترې مظاهرې وكړې اوروښانه ئې كړه چې دغه ډول سازبازيوازې له ولسی محاكمې د ديكتاتور او د هغه د نوروجنايتكارو ملګروبچ كول دی چې د يمن ولس ئې هیڅكله هم نه منی او د دغه پيلی او ګوډاګی ديكتاتور تر نسكوريدا او د هغه د محاكمه كيدا پورې به خپل پاڅون ته دوام وركوی .راپورونه ښئی چې پيلوځواكونوديمن پرمظاهره كونكوبيا ړندې ډزې كړی چې تردې دمه ئې د احتمالی مرګ ژوبلو په باب كوم راپور نه دی ترلاسه شوی .
له دې سره په يووخت د عربستان د آل سعود كورنۍ اورژيم په ضد هم ددغه هيواددختیځی ولايتونوخلك راپورته شوی دی اوله جمعې لمانځه وروسته ئې په بيلابيلوښارونوكې سترې مظاهرې كړی اودآل سعودرژيم اودهغو دجنايتكارځواك په خلاف ئې سخت شعارونه وركړی دی . دا په داسې حال كې دی چې دوه ورځې مخكې هم د القطيف ولايت په بيلابيلو ښارونو كې په يولړ مظاهرو كې څلور كسان مړهّ او يو شمير نور هم ټپيان شوی وو
904783