IQNA

د مصر انتخابات ددينی ولسواكۍ د دفاع په لاره كښې يو ګام دی.

23:36 - November 29, 2011
د خبر لمبر: 2231581
بين المللی ډله: په مصر كښې سياسی ځواكونو ته پته ده چې په آزادی غوښتونكو ارمانونو سره په يو اسلامی هيواد كښې په كار دی د خلكو غوښتنې ته ډيره زياته پاملرنه وشی او په دې منځومان كښې ددغه هيواد پارليمانی انتخابات ددينی ولسواكۍ په دفاع كښې يو لوړ ګام بلل كیږی.
ایټاليائی ډپلماټ او د منځنی ختیځ د مسائلو كارپوه د مصر او تيونس د وروستيو بدلولونو په هكله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره د خپلو خبرو په دويمه برخه ددغه مطلب د بيانولو په ترڅ كښې ووئيل: د مصر په ټول ټاكنو كښې د خلكو زوږناك ګډون د پوځی ځواكونو د شاتګ سبب شو او اوس د عربی نړۍ تر ټولو زيات نفوس لرونكی هيواد د يوداسې ستر بدلون په درشل ولاړ دی چې سياسی او اجتماعی ځواكونه د هغه ور د يو نوی هويت سره مخامخوی.
ده د مصر پرونی انتخابات ددينی ولسواكۍ په دفاع كښې يو ټينګ او اساسی ګام بللی وو او پوځ ئې ماته خوړلې وباله. 907669
captcha