IQNA

احسان اوغلو: د آزاد فلسطينی هيواد د جوړيدو وخت راغلی دی

9:04 - December 03, 2011
د خبر لمبر: 2232969
نړيواله ډله: د اسلامی كانفرنس ستر سكتر ښاغلی اكمل الدين احسان اوغلو د فلسطينی ولس په ملاتړ په ترڅ كې وويل چې اوس د آزاد فلسطينی هيواد د جوړيدو وخت رارسيدلی دی.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولومركز «CPI»، یې نقلوی چې د اسلامی ملګرتيا تنظيم ستر سكتر ښاغلی اوغلو د فلسطينی ولس سره په خواخوږې په ترڅ كې يو ځل بيا د اسراييلی حكومت لخوا د فلسطينييانو په ځمكو نيواك او د قدس د اسلامی ځايونو په ورانولو او ديهوديانو كليو په جوړولو او همدارنګ د غزې غير قانونی كلابندۍ په كلكه وغندل.
هغه د صهيونی مشرانو لخوا يهوديانو د جوماتونو اسلامی سپیڅلی ځايونو ړنګولو او د فلسطينيانو د كورونو ورانولو اجازې په وركولو هم كلكه نيوكه وكړه.

909378
captcha