IQNA

په فنلينډ كښې د حسينی عاشورا مراسم تر سره كیږی.

23:19 - December 03, 2011
د خبر لمبر: 2233563
بين المللی ډله: د حسينی عاشورا مراسم د سه شنبې په ورځ د ليندۍ د مياشتې په ١٥ نیټه د فنلينډ په پلازمينه هلسينكی ښار كښې د اهل بيت (ع) د اسلامی مركز په مرسته ترسره كيدونكی دی.
د صوت العراق خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه مراسم به د سه شنبې په ورځ په ځائی وخت د ماپسښين په يوه بجه د اهل بيتو (ع) د مينه والو په شتون سره په هلسينكی ښار كښې تر سره شی او د اهل بيتو (ع) اسلامی مركز په دغو مراسمو كښې د ګډون كولو له پاره د ابا عبدالله الحسين (ع) مينه والو او ماتم كونكو ته بلنه وركړې ده.
په هلسنكی ښار كښې د عاشورا د ماپسښين د مراسمو جوړونكو ددغو مراسمو د تر سره كولو له پاره د فنلينډ د حكومت اجازه تر لاسه كړې ده او ټاكل شوې ده چې دغه مراسم به په دغه ښار كښې د پارليمان له ودانۍ څخه پيل شی او د میټرو تر سټاپه پورې به دوام ولری. 910008
captcha