IQNA

په فنلانډ كې د عاشورا مراسم تر سره كیږی

11:29 - December 05, 2011
د خبر لمبر: 2234331
نړيواله ډله: د امام حسين عليه السلام د عاشورا ورځې مراسم د روانی ميلادی مياشتې دسمبر په شپږمې نیټې د سه شنبه په ورځ د فنلاند په پلازمينې هلسينكی ښار كې تر سره كیږی.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «صوت العراق»، یې نقلوی چې دا مراسم د ځای وخت په مطابق يوه بجې د سه شنبه په ورځ داهل بيتو عليهم السلامو مينه والو په ګډون سره په هلسينكې ښار كې تر سره كیږی
د دې ښار د اهل بيتو اسلامی مركز له ټؤلو خلكو او غمجنوكسانو بلنه كوې ده چې د شهيدانو د سردار امام حسين عليه السلام د عزادارې او ماتم په دې پروګرام كې ګډون وكړی.
د اهل بيتو اسلامی مركز ادارې بلنه كړی ده چې د لسم محرم په ماسپښين وخت په دې مراسمو كې ګډون وكړی چې پكښې د امام حسين عليه السلام د پاڅون حقيقت او اسباب بيانولی كیږی.
910008
captcha