د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خارجه وازارت له مطبوعاتو عمومی ادارې یې نقلوی چې د ايران د خارجه وزارت ويندوی ښاغلی مهمان پرست په يمن كې دناامنی په پراخيدا او په سوله ايزو مظاهرو د يمن عسكرو بريدونه په غندلوسره د نړيوالو ټؤلنو او بيا په تيره د ملګرو ملتونو او حقوق انسانی غونډو چپتيا باندې نيوكه وكړه
دا په داسې حإل كې دی چې په يمن كښې پرون هم پينځه كسان ووژل شول .
زمونږ خبريال دعينی كتونو او د روغتون د سرچينو په قول وويل پرون د يمن په دوهم لوی ښار تعز كښې د حكومتی عسكرو په ډزو كښې پينځه كسان چې درې یې ملكيان او دوه نور یې د حكومت ضد كسان دی وژل شوی.
عينی كتونكو وويل چې د يمن د ديكتاتور عبدالله صالح د عسكرو په ډزو كښې د يوې كورنۍ درې كسان ووژل شول او دغه راز دوه نور كسان دديكتاتور ولسمشر له وفاداره عسكرو په نښتو كښې ووژل شول .
ددغو پينځو وژل شويو كسانو مړی ديمن په تعز ښار كښې الروضه روغتون ته وړل شوی كوم چې دديكتاتور ولسمشر صالح د مخالفو مظاهره چيانو تر كنټرول لاندې دی .
د ويلو ده چې په يمن او بحرين كښې تاوتريخوالی امريكا، انګلستان، سعودی عرب، اردن او د ځينو نورو عربو هيوادونو لخوا رامينځته كړی شوی چې ديكتاتور حكومتونه په قدرت كښې وساتی او بې ګناه مظاهره چيان په سخته وځپی.
910408