د المنار خبری چينل له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د حزب الله د بين المللی اړيكو مسئول «عمار الموسوی» چې د حسينی عزادارۍ په مراسمو كښې ئې خبرې كولې ووئيل: هغو كسانو چې د ٢٠٠٦ كال د تموز په جنګ كښې امريكې ته باج وركړ نن هم غواړی چې د امريكې او د هغې د ملاتړو په طوفان كښې ګير وی.
«عمار الموسوی» په دوام كښې زياته كړه: دا همهغه ډلې وې چې د تموز په جنګ كښې ئې هيله درلوده چې مقاومت ماتې خوړلې ده او د مقاومت مشران نيول شوی دی، هغه كسان چې د هغوی هدف له لبنان څخه د شيعه مسلمانانو ويستل او د اسرائيلو سره د سولې د ديوال د جوړولو په موخه د هغوی پر ځائې د نورو كينول او راوستل وو.
دوی همدارز څرګنده كړه: هغه څه چې نن سبا په سوريه كښې روان دی د مقاومت سره په مخامخيدنه او مقابله كښې د شيطانی ډلې د دريدو له پاره دی او هغه عربی هيوادونو چې د عربو په اتحاديه كښې د سوریۍ د غړيتوب د ځنډولو سره مخامخ شوی دی كوم خاص غبرګون نه دی ښودلی او په عمل كښې ئې هره حل لاره پریښې او د سورئۍ اقتصادی بائيكاټ ئې پيل كړی دی. 910751