د النشره د اطلاع رسونې د سائیټ په نقل د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د لبنان د حزب الله لوئې مدير سيد حسن نصر الله په بيروت كښې د محرم الحرام د اوومې شپې د عزادارۍ په مراسمو كښې ووئيل: د اسلامی مقاومت جرړو د كربلا له مكتب نه بيلګه اخيستې او مقاومت په همدې مكتب باندې پابند وو چې كړې شوی ئې دی د خدای تعالی (ج) په لاره كښې د قربانی كيدو، صداقت، اخلاقو اود قدم د ټينګيدو په شان ارزښتونو باندې ايمان ولری.
سيد حسن نصرالله په دوام كښې زياته كړه: مقاومت په حسينی مكتب باندې په ايمان سره كړې شوی دی د جنګونو، قتل و غارت او ټرور، د كورونو د ويجاړولو، د ګڼ شمير نيونو، د مجاهدينو د اسارت او بندی كولو او د مختلفو دسيسو باوجود څه باندې ٢٨ كاله دوام ولری. 910516