IQNA

په انګليس كښې د قرآن كريم د حفظ او قرائت مقابلې ترسره كیږی.

23:56 - December 11, 2011
د خبر لمبر: 2236934
بين المللی ډله: د قرآن كريم د حفظ او قرائت مقابلې د انګليس د القرآن والعتره له خوا د شيعه مسلمانانو په د اثنی عشری نومې مدرسه كښې ترسره كيدونكې دی.
د «madressa.net» د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه مقابلې به له ٥ نه تر ٨ كالوپورې ماشومانو، له ٩ نه تر ١٣ كالو پورې زلميانو، له ١٤ نه تر ١٨ كالو او له ١٨كالو نه د زيات عمر د كسانو له پاره په ٥ بيلا بيلو ډلو او د قرآن كريم د وړومبۍ سيپارې په حفظ كښې تر سره شی.
ددغو مقابلو له پيليدو نه مخكښې د ګډون كونكو له پاره يوه آموزشی دوره په نظر كښې نيول شوې ده چې پكښې به د استاذانو تر نظر لاندې د قرآن د روانې لوستنې او د تجويد د مخارجو او قواعدو خيال ساتل وښودل شی. 913639
captcha