IQNA

حزب اللہ په بغداد كې د بم چاودنی وغندلې

18:00 - December 24, 2011
د خبر لمبر: 2244272
نړيواله ډله: د لبنان حزب الله د روانی ميلادی مياشتې دسمبر په درې ويشتمې نیټې د جمعی په ورځ په د يو بيان په صادرولو سره په بغداد كې پرله پسې بم چاودنی وغندلې.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له لبنانی ورځپاڼې الانتقاد یې نقلوی چې حزب الله په دې بيانې كې تيره ورځ په بغداد كې د بم پرله پسې اتلس چاودنو په غندلو سره وويل چې دې بم چاودنو كې د امريكې لاس ده.
همدا راز په دې بيانې كې راغلی دی چې تيره ورځ په بغداد كې په ډير منظم او مشكوك ډول د بم چاودنی وشوی او دا د امريكې د پوځيانو په شړلو د جشن تر سره كوونكو قوم پر ضد يو تالی څټی اقدام دی
په پاې كې حزب الله د شهيدانو او ژوبلو كسانو كورنيو سره د خواخوږی څرګندونې په كولو سره د عراقيانو په يووالې ټينګار وكړ.
920781
captcha