IQNA

مهمانپرست: نړۍ دې د امريكې د اقداماتو پايلو ته ویښ ووسی

18:13 - December 25, 2011
د خبر لمبر: 2245001
سياسی ډله: د ايران دخارجه وزارت ويندوی رامين مهمانپرست، وويل، زياتره لويدیځ هيوادونه، د ايران د تيلو د اخستلو او مركزی بانك د بنديز موضوع د اجرا وړ نه بولی او زياته یې كړه چې نړۍ دې د امريكې د سپين څټی اقداماتو پايلو په هكله ویښ ووسی.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د خارجه وزارت ويندوی رامين مهمانپرست د دې دسيسې لپاره د څو لويدیځو هيوادونو دهڅو ماتې ته په اشارې سره وويل، لويدیځ هيوادونه خپلې ملی ګټې،دامريكا او څو محدودو لويدیځو هيوادونو د ګټو لپاره نه قربانی كوی.
هغه چې له ايرانه بهر د هيواد له سفيرانو ا و د استازيتوب د دفترونو له مشرانو سره د اسلامی ویښتيا او ديپلماسی موضوع په اړه خبرې كولې، د دې غونډې د ايجنډا په اړه وويل، په دې غونډې كې د نړيوالو مسلو په اړه د نظر تبادله كیږی .
د ويلو ده چې دغه غونډه پرون پيل شوه او د درې ورځو لپاره دوام لری.
921981
captcha