د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د دغې مقالې ليكوال «گيليو مئوتی» د بروكسل د پوهنتون د استاد فليس داستو يو كتاب ته اشاره كړې او ليكی: د دغه كتاب د مطالبو له مخې، مسلمانان به د تر 2030 كال پورې د بيلجئيم د پلازمينې بروكسل د نفوسو زياتره برخه تشكيله كړی.
ګيليو مئوتی په دوام كښې ليكی: مسلمانان چې په اوس حال كښې د بروكسل د نفوسو څلورمه برخه تشكيلوی غوړی چې له خالی كليساګانو څخه د لمونځ د ترسره كولو له پاره استفاده وكړی. همداراز په ٢٠٠٨ كال كښې محمد، ايوب، مهدی، امين او حمزه په بروكسل كښې د نويو زیږيدلو ماشومانو له پاره له زياتو ایښودل شويو نومونو څخه وو. په ايتورپ نومی ښار كښې هم ( محمد) نوم د ماشومانو له پاره ډير زيات استعماليدونكی نوم دی. په دغه ښار كښې د ابتدائی ښوونځيو ٤٠ فيصده زده كونكی مسلمانان دی. 921386