IQNA

د مصر څنګته كړې شوې ډيكټاټور د روانې مرغومې د مياشتې په ٧ نیټه د محاكمې پنجرې ته ورستنیږی.

22:52 - December 26, 2011
د خبر لمبر: 2245795
بين المللی ډله: د حسنی مبارك محاكمه د چهارشنبې په ورځ يعنې د روانې مرغومې د مياشتې په اومه نیټه، د قاهرې په محكمه كښې له سره پيل كیږی او د مصر څنګته شوی ډيكټاټور به يوځل بيا د محاكمې كوټنۍ ته ورستون شی.
د لبنان چاپ الانتقاد ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د قاهرې ښار جنائی محكمه د روانې مياشتې په اومه نیټه، د مصر د ٢٠١١ كال د جنورۍ د ٢٥ د انقلاب په اعتراضی مظاهرو كښې د ګډون كونكو د قتل په تور د مصر د څنګته كړې شوی ډيكټاټور حسنی مبارك محاكمه له سره پيلوی.
ټاكل شوې ده چې دغه محاكمه به د راروانې چهارشنبې په ورځ او د حسنی مبارك شپږ تنه ملګری دوه زامن (علاء مبارك) او (جمال مبارك) او د هغه د وختو د كورنيو چارو وزير حبيب العادلی به هم په دغه محكمه كښې محاكمه شی.
د مظاهره چيانو د وژلو نه علاوه د قانون نقضول، رشوت خوری او ذخيره اندوزی په حسنی مبارك او د هغه په ملګرو باندې لګيدلی نور تورونه دی.
د قاهرې محكمې تراوسه پورې د حسنی مبارك محاكمه څو څو ځله ځنډولې ده او حتی د هغه د بې ګناه ښودلو كوشش ئې كړی دی. 922891
captcha