IQNA

كويت د كال د ترټولو غوره قرآنی څيرې قدرونه كوی.

23:39 - December 28, 2011
د خبر لمبر: 2247396
بين المللی ډله: د (كويت انعام) په نامه د قرآن كريم حفظ، قرائت او تجويد د نړيوالو مقابلو د ترسره كولو مسئولانو د دغو سياليو دريمې دورې ته ( د كال د غوره قرآنی شخصيت او څيرې قدرونه ) نومې برخې د زياتيدو خبر وركړ.
د كويت چاپ الانباء ورځپاڼې په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه مقابلې د ١٣٩١ كال د حمل يا وری د مياشتې له ٢٣ نه تر ٣٠ نیټې پورې د كويت د امير په حمايت او څارنې سره د دغه هيواد د اسلامی خيريه نړيوال هيئت په ودانۍ كښې ترسره كيدونكې دی.
د (كويت انعام) نومې د قرآن كريم د حفظ، قرائت او تجويد د نړيوالو مقابلو د اجرائی كمیټې ريئس عبدالله براك څرګنده كړه: په دې دوره كښې په مقابلو كښې (د كال د غوره قرآنی شخصيت د قدرونې) برخه ورزياته شوې ده چې د ځينو شرطونو او معيارونو په نظر كښې نيولو سره به دغه شخصيت غوره او معرفی كیږی. 923625

captcha