IQNA

امام موسی صدر په طبيعی او خپل مرګ له دنيا تللی دی.

14:13 - December 29, 2011
د خبر لمبر: 2247599
بين المللی ډله: د لبنان چاپ «اللواء» ورځپاڼې د ليبيا د ملی انتقالی شوری د يوې آګاهې سرچينې له قوله د يو خبر په خپرولو سره اعلان وكړ: امام موسی صدر د ١٩٩٨ ميلادی كال په اوړی كښې د طرابلس په مركزی جيل كښې په طبيعی مرګ مړ شوی دی.
د lebanese-forces د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغې باخبرې سرچينې د لبنان د اللواء ورځپاڼې سره په مركه كښې څرګنده كړه: امام موسی صدر په ١٩٧٨ كال كښې د ليبيا د مخكښنی مشر معمر قذافی د نظام د ځواكونو له خوا وتښتول شو.
دوی په دوام كښې زياته كړه: هغه اطلاعات چې زه ئې په لاس كښې لرم ښودنه كوی چې امام موسی صدر د ١٩٩٨ كال په اوړی كښی په خپل مرګ مړ شوی دی، دې هغه وخت د طرابلس د مركزی جيل په يوه تهخانه كښې بندی وو.
دغې ليبيائی باخبره سرچينې همداراز ټينګار وكړ: امام موسی صدر په هغه وخت كښې د جيل د تهخانې په هغه كوټنۍ كښې ساتل كيده كومه چې د جيل د مسئول له دفتر لاندې وه.
دوی په دوام كښې زياته كړه: د امام موسی صدر مړې معمر قذافی يا د هغه د لوړرتبه مرستيالانو په حكم د دغه زندان په يخ ګودام كښې ساتل شوې وو.
دغې آګاهې سرچينې همداراز ووئيل: وړومبنی تحقيقات ښودنه كوی چې د امام موسی صدر مړی د ليبيا د انقلاب تر وړومبنيو ورځو پورې د طرابلس د مركزی جيل په يخ ګودام كښې پروت وو، دا په دې معنا دی چې د هغه بدن تقريبا ١٣ كاله په دغه زندان كښې ایښودل شوې وو. او نن سبا د امام موسی صدر د دوسیۍ په هكله د ليبيائی مسئولانو له خوا ترسره شوی تحقيقات ښودنه كوی چې د طرابلس د مركزی جيل له سرد خانې نه د هغه مړی د ليبيا د زندانيانو د آزادۍ او طرابلس ته د انقلابيانو د نژدې كيدو سره په يو وخت له طرابلسه ويستل شوې دی. 923693
captcha