د مصر چاپ اليوم السابع ورځپاڼې په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې د فلسطين د منتخب حكومت رئيس اسماعيل هنيه وړمه ورځ په قاهره كښې د عربو د اتحادیۍ د لوئې مدير نبيل العربی سره په ګډ خبری كانفرنس كښې له دغې اتحادیۍ نه وغوښتل چې د غزې د تړانګې د محاصرې او كلابندۍ د ماتولو په هكله د غوره شويو فيصلو د اجرا كولو له پاره دې عملی ګامونه پورته كړی.
اسماعيل هنيه د دې په ترڅ كښې چې قدس په خطر كښې دی ټينګار وكړ: په دغه ښار كښې د اسلامی او عربی چاپيريال نه د قدس د جدا كولو له پاره صهيونيسټی طرحه او پلان جاری دی.
اسماعيل هنيه په دوام كښې زياته كړه: د قدس اوسنې حالت د دغه ښار د ژغورنې له پاره عربی، اسلامی او عملی طرحې او پلاننګ ته اړمن دی او په دې زمينه كښې يوازې په ويناوو او د كانفرنسونو په تر سره كولو باندې بسنه نه دی كول پكار. 923518