IQNA

سعيد جليلی: نړيوال اقتصاد د سيمی له بدلونونو سره غوټه خوړلې ده

18:56 - December 31, 2011
د خبر لمبر: 2248614
سياسی ډله: د ايران د ملی امنيتی شورا مشر ښاغلی سعيد جليلی هرمز تنګی د فارس خليج مری وبلله او وې ويل په فارس خليج او نړيوالو اوبو كې د ايران د اسلامی جمهوريت د پوځ د سمندری ځواك روانه مانوره د سيمې او نړۍ لپاره په مينځنی ختیځّ سيمې كې د امنيت او سولې د ساتنې پيغام وركوی
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د ملی امنيتی شورا مشر ښاغلی سعيد جليلی زياته كړه چې نوموړی سيمه ډيره مهمه او له لوړحساسيته برخمنه ده او د اسلامی ايران د پوّځ د سمندری ځواك میړانه او د دغه ځواك قدرت د دغې سيمې د امنيت د ساتلو لپاره ځانګړی اهميت لری او طبيعی خبره ده چې دوی بايد پخپل مسئوليت عمل وكړی.
ښاغلی سعيد جليلی په عين حال كې د هرمز تنګی په سټراټيجيك اهميت په ټينګار سره روښانه كړه د ولايت ۹۰ په نامه ستره سمندری مانوره د سيمې د ګواښ په معنا نه ده بلكې په مينځنی ختیځ كې د سولې او امنيت د ساتنې لپاره هڅه او د ايران د اسلامی جمهوريت د پوځ د سمندری ځواك توانمنيو او قدرت نندارې ته وړاندې كول دی.
هغه ټينګار وكړ ايران تل ټينګار كړی دی چې د سيمې امنيت بايد د سيمې د هيوادونو په وسيله وساتل شی او په دغې سيمې كې پردی ځواكونه له نابلل شوی ميلمانو زيات بل څه څه نه يی.
926271
captcha