د يمن چاپ الشعب ورځپاڼې په حواله دايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې د امت ګوند د جوړونكو د كمیټې مشر محمد مفتاح په هغو مراسمو كښې چې د يمن په پلازمينه صنعا كښې په التحرير چوك كښې د دغه ګوند د جوړيدو د اعلان له پاره ترسره شول، ووئيل: امت ګوند د يمن وړومبې سياسی او ولسی ګوند دی.
دوی زياته كړه: امت ګوند په يمن كښې د سياسی خپلواكۍ د عملی كولو له پاره يوه ستر طرحه لری او د هغه هدف په يمن كښې له هر ډول بهرنی قيد او بند نه د آزاد او خپلواك حكومت جوړول دی.
همداراز په هغه وړومبۍ بيانيه كښې چې د دغه ګوند بنسټ ایښودونكو خپره كړې ده راغلی دی: امت ګوند د يمن د زيات شيمر علماو، پوهانو، روحانيونو، سياسی، اجتماعی او پوهنتونی شخصيتونو او همداراز د ګڼ شمير ځوانو هلكانو او جينكو په ګډون سره جوړ شوې دی. 930206