IQNA

د فلسطين ملاتړ يوه دينی او ملی دنده ده.

15:01 - January 09, 2012
د خبر لمبر: 2254111
بين المللی ډله: د فلسطين منتخب وزيراعظم ووئيل: له فلسطين څخه حمايت او ملاتړ يو دينی او ملی كار دی او نه دی پكار چې يو سياسی شعار شی.
د امارات چاپ الاتحاد ورځپاڼې په حواله د ايران د قرآن خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې د فلسطين منتخب وزيراعظم اسماعيل هنيه چې د تيونسی اسلام پال حكومت د چارواكو سره د ليدنې كتنې له پاره دغه هيواد ته تللې دی، په دې ټكی باندې ټينګار وكړ او په دوام كښې ئې زياته كړه: د فلسطين مسئله يو بيرغ نه دی چې په خپله غوښتنه او ارادې سره ئې هر لورې ته چې وغواړو ورپوو بلكې يوه دينی او قومی مسئله ده.
دوی د صهيونيسټی رژيم سره د فلسطين د كورواكو تشكيلاتو د رئيس محمود عباس د حكومت د خبرو اترو چې نن سبا د اردن په پلازمينه عمان كښې روانې دی، د احتمالی نتيجې په هكله د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل: دغه خبرې اترې چټی او عبس دی او هیڅ نتيجه او ګټه به ونلری.
د فلسطين منتخب وزيراعظم په دوام كښې د غزې د سياسی او اقتصادی محاصرې د ماتولو غوښتنه وكړه. 930139


captcha